د نویو حقالزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو
د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو مرکزونو د نویو حقالزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو.
د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمر، الحاج مولوي محمد طاهر جلالي، د استادانو مسلکي روزنه او د هغوی د ظرفیت لوړول د معیاري او اغېزمن تدریس له مهمو عواملو څخه وبلل.
نوموړي د سیمینار له ګډونوالو وغوښتل، چې له دغه روزنیز فرصت څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او د ترلاسه شوو زدهکړو او تجربو په عملي کولو سره د تدریس بهیر لا پیاوړی کړي.
په دغه دوه ورځني سیمینار کې به د تدریس اصول، د درسي پلان ترتیب، د تدریسي بهیر تنظیم، د زدهکوونکو اغېزمن مدیریت او د مسلکي زدهکړو د معیاري تدریس میتودونو په اړه اړوند موضوعات وړاندې او تدریس شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه سیمینار د جوړېدو موخه د نویو حقالزحمه استادانو د تدریسي مهارتونو پیاوړتیا، د هغوی د مسلکي ظرفیت لوړول او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د کیفیت ښهوالی دی.
