د پروان ولایت د سیاګرد غوربند ولسوالۍ د انجینرۍ انستیتوت د لیلیې ودانۍ جوړول چی د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د پراختیایی برنامو څخه ؤ پلی شو؛

له نیکمرغه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره وتوانیده چې د خپلو پراختیایی پلانونو پلي کولو برخه کې یو بل ګام پورته کړي.
د پروان ولایت د سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ د انجینرۍ معاونیت لپاره د (100) تنو ظرفیت لرونکی لیلیې په جوړولو سره، چی د نوموړی لیلیې له امله به پدې ولایت کې د ډیرو زده کوونکو ستونزې حل شي جوړه شوه. د دې لیلیې ودانۍ د اداری یو له پراختیايي پروژو څخه وه، چې سږکال بشپړه او اوس د ګټه اخیستنی لپاره چمتو ده.
دغه لیلیه چې د سلو زده کوونکو ظرفیت لري د «حقمل امیري» ساختماني شرکت لخوا د (8) میاشتو په موده کی د (13513400) دیارلس میلیونه پنځه سوه دیارلس زره څلور سوه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې د جوړولو لګښت یې ددې ادارې له پراختیایی بودجې څخه ورکړل شوی.