د هرات خواف ریل پټلۍ پرانیستل او په هیواد کې د دې پروژې او لویو اقتصادي پروژو په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړې رول.
نن، د دوه دوستو هېوادونو افغانستان اسلامي جمهوریت او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ یوه ستره اقتصادې پروژه پرانستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني د دې پروژې له پرانیستې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادې بیارغونې او پرمختګ لپاره مهم او حیاتي وباله.
پدې کې هیڅ شک نشته چې افغانستان د مرکزي آسیا، سویلي آسیا او منځنې ختیځ ترمنځ د اقتصادي دهلیز په توګه ځانګړی موقعیت لري او مهمې او ارزښت لرونکې اقتصادي پروژې لکه د هرات- خواف ریل پټلۍ، آقینه - اندخوی ریل پټلۍ، د هرات- تورغندي ریل پټلۍ، شیرخان بندر ریل پټلۍ، کندز، مزارشریف او د کندز – بغلان – بامیان – پروان - کابل ریل پټلۍ، او همدارنګه د کاسا لویی پروژې، ټاپي او بریښنا بندونه د ملي پرمختیا په اجنډا کې دي، خو د دوی د پلې کیدو او دوام د مسلکي او ماهرو انسانی پانګو په شتون پورې اړه لري.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په دې باور ده چې د مسلکي او ماهرو وګړو شتون په هیواد کې د زیربناوو او پایښت پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي او د هیواد اقتصادي برنامو او دوامداره پرمختګ او بهر ته د کورنۍ پانګې لېږلو مخه نیسي.
له نیکمرغه، تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د مسلکي او ماهرو انسانی پانګې تولید، دندو رامنځته کول او کورنۍ پانګې بهر ته لېږلو مخنیوي کې مستقیم او مؤثره رول لوبوی.
که چیرې هیواد مسلکي کاري ځواک ولري، نو اړتیا نشته چې بهرنې مسلکې کارکوونکی په دندو وګمارل شي؛ په دې حالت کې، له یوې خوا، ملي پانګه په کار اچول کېږی او بهر ته د کورنې پانګې لېږلو مخه نیول کېږی، او له بلې خوا به د کورنیو کارکوونکو لپاره دندې چمتو کېږی.
په پایله کې، د بیوزلۍ په کمولو او په هیواد کې د دوامداره پرمختګ لپاره غوره ګامونه اخیستلو کې نیغ په نیغه تاثیر لری.
د تخنیکي او مسلکي زده کړې ادارې رهبری د هیواد اقتصادي وضعیت ژور او دقیق پوهاوي سره د تخنیکي او مسلکي زده کړې برنامو داسې تنظیم کړي چې د خلکو د ژوند شرایط ښه کړي، غربت کم کړي، دندې رامنځته کړي او ملي اجنډا ترلاسه کړي. چې دلته د دې برنامو ځینې مثالونه ذکر شوی:
۱- تخنیکې او مسلکې زده کړو، تعلیمی نصاب د ولایتونو ټولنیزو شرایطو او د هیواد اقتصادي معیارونو سره سم عیارول.
۲- د تخنیکي او مسلکي زده کړې په سیسټم کې د متخصصو ښوونکو جذب کول او په سیستم کې د شامل ښوونکو تخصصي وړتیا لوړول؛
۳- په راتلونکو دریو کلونو کې 130 زده کونکي جذب کول ترڅو په ټول هیواد کې د مسلکي انسانی پانګې اړتیا پوره کړي؛
۴- په ټول هیواد کې د تخنیکې او مسلکې زده کړو مرکزونو ته پراختیا ورکول، نارینه او ښځینه ډلو لپاره زده کړې زمینه برابرول؛
۵- د کډوالو، بیرته راستنیدونکو، کلیوالو ښځو، انجونو، هلکانو، معلولینو، داخلي بې ځایه شویو کسانو، بندیانو، بیکارو، سوداګرو لپاره د زده کړې زمینه برابرول.
۶- دایمی زده کړی; یعنې تخنیکي او مسلکي زده کړې د لومړیتوب کچې څخه د تخصص کچې پورې ترسره کول، په همدی وجه کیدای شی (کاربردی علومو) تر سرلیک لاندې پوهنتون جوړ شي.
۷- د ریل پټلۍ انسټیټوټ او سړک جوړونې انسټیټوټ جوړولو په اړوند هوکړه لیک لاسلیک شو.
۸- د فارغینو لپاره په مسلکې او حرفوی برخه کې جذب کولو لپاره د 18 څخه زیاتو ارګانو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوی دی.
۹- په مرکز او ولایتونو کې تخنیکې او مسلکې زده کړو مرکزونو سمبالول.
همدې لپاره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ملي اجنډا په ترلاسه کولو او په افغانستان کې د دوامداره پرمختګ موخو په ترلاسه کولو کې مهم او بنسټیز رول لري د تخنیکي او مسلکې زده کړو ادارې رهبري په ډیره لیوالتیا سره د انسانی پانګې اړتیاو پوره کولو لپاره کار کوي ترڅوافغانستان سره دوامداره پرمختیایی اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړی.
د سولې او آرامۍ په رڼا کې د ښیرازه، سوکاله او پرمختللې افغانستان په هیله!
