د ودانۍ د پلان جوړولو په اړه زدهکوونکو ته عملي زدهکړه ورکړل شوه
د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې ساختماني څانګې زدهکوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د یوې ودانۍ لپاره پلان جوړول په عملي توګه زده کړل.
د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي او مسلکي لیسې زدهکوونکي وايي، چې عملي زدهکړې د دوی کار بازار ته ننوتلو لپاره ډېرې ضروري دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو لویه برخه عملي ده؛ له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.
