د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د ۲۵۶۲ مجاهدینو فراغت
په کونړ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د ۲۵۶۲ مجاهدینو فراغتغونډه ترسره شوه.
په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس الحاج مولوي غلام حیدر شهامت او د کونړ ولایت یو شمیر سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و او ویناوې یې هم وکړې.
ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د مجاهدینو فراغتغونډه کې د وینا پر مهال وویل چې دا پروګرام د افغانستان ا.ا یو له مهمو لاسته راوړنو څخه دی.
نوموړي زیاته کړه چې عالیقدر امیرالمومنین حفظهالله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د مجاهدینو روزنیزې طرحې له پلي کیدو څخه هرکلی او قدردانی کړې ده.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې محترم رئیس دغهراز څرګنده کړه چې "اوس مجاهدین د ادارې او مدیریت مهارتونه په په بنسټيز ډول زده کړي او کولی شي په بیلابیلو برخو کې کار وکړي."
د مراسمو په دوام کې، د کونړ ولایت د علماوو شورا رئیس د مجاهدینو لپاره د ښوونیزو فرصتونو برابرولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ له هڅو څخه مننه او قدرداني وکړه.
د مراسمو نورو ویناوالو هم د مجاهدینو لپاره د مدیریتي زده کړو وړاندې کولو په اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د دې ارزښتناکو خدماتو په پار د ستاینې وړ دي.
