د فراه ولایت اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته قرطاسیه توزيع شوه
د الحاج ابراهیم جان حبیب یار خیریه بنسټ له لوري د فراه ولایت د اناردرې کرنې مسلکي لیسې زده کوونکو ته د قرطاسیې توکي ووېشل شول.
په دغو توکو کې کتابچې، بکسې، قلمونه او نور قرطاسیه باب شامل دي چې د یاد ښوونیز مرکز بیوزله زده کوونکو ته ویشل شوي دي.
د فراه ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولينو د الحاج ابراهیم جان حبیب یار خیریه بنسټ د یاد اقدام څخه ستاينه وکړه او د دې ولايت د تخنيکي زده کړو له مرکزونو سره يې د لا زیاتو همکاریو هیله څرګنده کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم يو شمېر سوداګرو او خيريه بنسټونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې خوراکي او ښوونیز تجهیزات وېشلي دي.
