د کابل ښار اتومیخانیکي اکاډمۍ محصلین د پرکتیک دورې د سرته رسولو په موخه «ملي پراختیا شرکت» ته معرفی شول
د کابل ښار اتومیخانیکي اکاډمۍ شاوخوا ۲۰ تنه محصلین د پرکتیک دورې د سرته رسولو په موخه «ملي پراختیا شرکت» ته معرفي شوي تر څو نوموړي وکولای شي به مستقیم ډول د کار بازار ته د ننوتلو لپاره چمتو شي.
په دې پرکتیک دوره کې به نوموړو ته د دوه لارښود استادانو او همداراز د یاد شرکت د مسؤلینو له لوري د لس ورځو په ترڅ کې د بیلابیلو موضوعاتو لکه د مختلف النوع ماشین آلاتو د پېژندنې په اړه روزنه ورکړل شي.
په ورته وخت کې، محصلینو هم د نوموړو لپاره د پرکتیک دورې او علمي سفرونو د جوړولو څخه خوښي څرګنده کړه، او زیاته یې کړه چې دا فعالیتونه کولی شي هغوی په مستقیم ډول د کار بازار ته د ننوتلو لپاره چمتو کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل هڅه کوي چې د مسلکي او معیاري زدهکړو په وړاندې کولو سره په مستقیم ډول د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغانو ته زمینه برابره کړي.
