د پروان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو
د پروان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کارمندانو او استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار ترسره شو.
په دې پروګرام کې د یاد ښوونیز مرکز یوشمیر کارمندانو او استادانو ګډون کړی، چې نوموړو ته د ګزارش، پلان او نمره دهۍ فورمونو په اړه روزنه ورکړل شوه.
د پروان تخنيکي آمریت د مسوولينو په وينا، د دغه ښوونيز سيمينار له ترسره کولو څخه يې موخه د یاد ولایت په تخنیکي مرکزونو کې د استادانو او کارمندانو د ظرفيتونو لوړول دي.
دا په داسې حال کې ده چې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري، د کار بازار اړتیاوو او نوي تعلیمي معیارونو ته په ټینګار سره، هڅه کوي چې د دې پروګرامونو له لارې د زده کړې کیفیت ښه کولو او د کار بازار لپاره د زده کونکو د ښه چمتو کولو لپاره زمینه برابره کړي.