په بدخشان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او آغا خان بنسټ ترمنځ ناسته ترسره شوه
د بدخشان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو په یاد ولایت کې د آغا خان بنسټ له استازو سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې ناسته کې په بیلابیلو موضوعاتو لکه په بدخشان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ستونزو او ننګونو د حل کولو پر څرنګوالي بحث وشو.
د دې غونډې په دوام کې، په بدخشان کې د آغا خان بنسټ استازو، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ له فعالیتونو څخه قدرداني وکړه، او همدارنګه د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او پراخولو ډاډ یې هم ورکړ.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوه چې په بدخشان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو تر دې وړاندې هم له یو شمیر بنسټونو سره ناستې ترسره کړي او په مختلفو موضوعاتو یې بحث کړی.