په ننګرهار کې د محبوسینو لپاره د حرفوي زده کړو روزنیز پروګرام پای ته ورسېد
د محبوسینو لپاره د حرفوي زده کړو روزنیز پروګرامونه چې څه موده وړاندې د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د دې ولایت په محبس کې پیل شوي وو، پای ته ورسېدل.
د دې روزنیز پروګرام د پای مراسمو کې د ننګرهار ولایت یو شمیر سیمه ایزو چارواکو هم ګډون او ویناوې یې هم وکړې.
نوموړو په خپلو ویناوو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا محبوسینو ته د حرفوي زده کړو د زمینې برابولو او د زده کړو د وړاندې کولو په برخه کې مننه څرګنده کړه.
ویناوالو څرګنده کړه چې دا ډول پروګرامونه په ټولنه کې د محبوسینو د ادغام او ټولنې کې د هغوی د بیا یوځای کیدلو لامل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، اوس محال د هیواد په ډیری ولایتونو کې د محبوسینو لپاره بیلابیل روزنیز پروګرامونه په لاره اچولي دي.