د لوګر ولایت ازرې کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د لوګر ولایت ازرې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته په یاد ولایت ولایت کې یوه کرنیزې ساحې ته د علمي سفر په ترڅ کې د نباتي ناروغیو په اړه په عملي توګه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد په یادې درسي جلسه کې محصلینو ته د نباتي ناروغیو، فنګس ناروغیو او د رومیانو او کچالو د وختې سوځيدلو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه په عملي بڼه وړاندې کېږي. څرنګه چې، د دې مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب کېږي.
له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پیاوړتیا ټينګار کوي.
