د لغمان ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د نوموړي ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ته د علمي سفر په ترڅ کې د ساختمان زیربنائي تخنیکونو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
نوموړو په دې درسي جلسه کې، دساختمان زیربنائي تخنیکونو او همداراز په نلونو کې د هایدرولیکي محاسباتو په اړه د عملي کارونو په ترسره کولو سره عملي پوهه ترلاسه کړه.
دغه راز لارښود استاد د درس په ترڅ کې، هغوی ته د هایدرولیکي محاسباتو په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه په دوامداره توګه هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.