د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د یادې ادارې يو شمېر رئيسانو او مسؤلینو هم حضور درلود.
د غونډې په پيل کې د اکاډمیک بورډ د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.
همدا راز د غونډې په دوام کې د آجندا سره سم د یادې غونډې غړو د نوښت د طرحې تدوین او د څارنې ارزونې ریاست تخنیکي کمیټې رهنمودونو او همدارنګه د اکاډمیک چارو د انسجام بورد لایحې د تائیدۍ په اړه بحث وکړ او په دې برخه کې یې خپل نظریات شریک کړل.
د اکاډمیک بورډ په نننۍ غونډه کې پر یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې. ښاغلي مولوي غلام سعید احساس دغه راز د لا سمو اجرااتو په موخه په دې برخه کې لازمي هدایات هم وړاندې کړل. او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.