د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د هزره بوټو په اړه روزنه ورکړل شوه
د لغمان ولایت اړوند مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زراعت څانګې محصلینو ته په کروندو کې د هزره بوټو د کنټرول په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په جریان کې، محصلینو ته د هزره بوټو د ګټو او زیانونو او همدارنګه په کروندو کې د دې بوټو د کنټرولولو په اړه مفصل توضیحات ورکړل، او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه وویل.
عملي زده کړې د مفاهیمو د ښه پوهیدو لپاره د زمینې رامینځته کولو سربیره، دغه زده کړې د زده کونکو هڅونه او د مختلفو علومو د زده کړې په برخه کې د نموړو د لیوالتیا زیاتولو کې هم مرسته کوي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بړۍ نوره هم پیاوړې کړي.