د څارنې او ارزونې ریاست مسلکي غړو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار جوړ شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د څارنې او ارزونې ریاست د مسلکي غړو لپاره د ظرفیت لوړونې سیمینار د یادې ادارې د ښوونکو د روزنې او نصاب ریاست له خوا جوړ شو.
دغه پروګرام چې ۳ ورځو لپاره دوام لري، د څارنې او ارزونې ریاست ۲۶ مسلکي غړو په کې ګډون کړی.
د نصاب او ښوونکو د روزنې ریاست د مسوولینو په وینا، د دغه پروګرام له پیلولو څخه یې موخه د ازموینې د اخیستو او د درجه بندۍ د څرنګوالي په برخه کې د څارنې او ارزونې ریاست د مسلکي غړو د ظرفیت لوړول دي.