د سرپل مرکز، کثیرالرشتوي انستیتوت وضعیت څېړنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د لیدنو په دوام کې د سرپل ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انستیتوت وضعیت وڅېړه.
هغوی د دغه زده کړې د مرکز ټول اسناد وکتل، او کارکوونکو ته یې د چارو د ښه ترسره کولو په هکله لازمې مشورې ورکړې.
دغه پلاوي د مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ ولایتونو ته سفر کړی، چې د جوزجان او فاریاب ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه یې لیدنه کړې ده.
له دغه لیدنو څخه موخه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو انستیتونو ستونزو ته د حل لارو څرنګوالی بیان شوی دی.