د سرپل عالمانو د شورا له رئیس سره د تخنیکي او مسلکي چارو د مرستیال خبرې اترې

ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، سرپل ولایت ته د خپل سفر په اوږدو کې د مفتي عبدالمنان هاشم، د یاد ولایت د عالمانو د شورا رئیس سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په دغه لیدنه کې وویل: د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ پلاوی د ستونزو د حل کولو په موخه دغه ولایت ته راغلي دي.
همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ددولت له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کیږي، چې اساسي موخه یې د کار بازار ته د متخصصو کسان روزل دي.
ښاغلي مولوي احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لاسته راوړنو څخه یادونه وکړه، او د مجاهدینو د روزني د طرحې په هکله یې تشریحات ورکړل.
په همدې حال کې، د سرپل ولایت د عالمانو د شورا رئیس د تخنیکي او مسلکي چارو له مرستیال سره په لیدنه کې وعده وکړه چې د سرپل په ولایت کې به د یادې ادارې له ټولو برنامو څخه ملاتړ کوي.
همدارنګه نوموړي د مجاهدینو د طرحې په هکله خوښي څرګنده کړه، او د سرپل په ولایت کې یې له پلي کولو څخه ډاډ ورکړ.
ښاغلي مفتي هاشم زیاته کړه؛ چې تخنیکي او مسلکي زده کړې د هېواد په پرمختګ کې مهم رول لري. باید له هغه څخه هراړخیز ملاتړ وکړي