د لغمان تخنیکي لېسې زده کوونکو برښنایې وسایل ترمیم کړل

د لغمان ولایت مرکز د تخنیکي لېسې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د " برښنایې اتو" په هکله زده کړې ترلاسه کړې.
د برښنا څانګې استاد په لارښوونه، دوی په عملی ډول د "برښنایې اتو" د عوارضو پیدا کول او ترمیم څرنګوالی زده کړ.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي وي، څو د دې مرکزونو فارغان په مستقيم ډول د کار په بازار کې جذب شي.