د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې اونيزه اصلاحي غونډه د کارکوونکو او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست مدرس مولوي سيد احمد په حضور کې ترسره شوه.
مولوي سيد احمد په دغې اصلاحي غونډه کې د "امر بالمعروف او نهی د منکر" په اړه خبرې وکړې.
د ارشاد او دعوت ریاست مدرس وویل: د الله تعالی د رسول (ﷺ) غوره امت هغه دی چې په نیکۍ امر کوي او له بدیو منع کوي.