د پکتيا کثیرالرشتوي انسټیټوټ او ښاروالۍ رياست ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسليک شو
د پکتيا ولايت د کثيرالرشتوي انسټیټوټ د یاد ولايت له ښاروالۍ سره يو هوکړه ليک لاسليک کړ.
د ياد هوکړه لیک پر بنسټ د پکتيا ولايت کثيرالرشتوي انسټیټوټ د انجنيري څانګې محصلينو لپاره د عملي کار زمينه برابره شوې ده.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. په دې توګه، د دغه مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار په بازار کې جذبیږي.