د چک ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو علمي سفر

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ د نټورک څانګې محصلینو د مخابراتو ریاست له بېلابېلو برخو څخه د عملي زده کړو په موخه لیدنه وکړه.
په دغې کتنه کې دوی د افغان ټیلی کام او نوري فایبر شرکت له سرور خونې څخه هم لیدنه وکړه.
د میدان وردګو ولایت د مخابراتو ریاست مسئولینو او استادانو د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
له دې وړاندې هم د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د انجینرۍ څانګې محصلینو د عملي زده کړو په موخه د کابل – هرات سړک څخه لیدنه وکړه.
عملي زده کړې محصلینو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته د کار خاوندان شي.