د لوګر د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ کې کیچپ جوړ شوې دي
د لوګر د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو ته په عملی ډول د کیچپ جوړولو څرنګوالی وښودل شو.
دغه محصلینو په یو درسي جلسه کې د کیچپ جوړولو څرنګوالی زده کړل او همدارنګه چمتو یې هم کړل.
د لوګر د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د مسئولینو په وینا، د کیچپ د جوړولو موخه د رومي بانجانو د خرابیدو مخنیوی او له کورنیو تولیداتو ګټه اخیستل دی.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو عملي زده کړې د کار د پیدا کولو لپاره زمینه برابروي.