د پکتیا ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعیت وڅیړل شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د پکتیا ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعیت بررسي کړ.
نوموړي پلاوي د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د پکتیا ولایت د ټولو تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت د ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی دی.
ټاکل شوې چې دغه کمېټه په نورو ولایتونو کې هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت وڅېړي.
تر اوسه د کابل په ټولو ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو وضعیت څېړل شوی دی.