د کانونو او صنایعو خونې پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مسوولینو سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د هېواد د کانونو او صنایعو خونې له رئیس شیرباز کمین زاد او مسوولینو سره خبرې اترې وکړې.
په دغې غونډه کې د تعلیمي او تحصیلي چارو لوی رئیس مولوي مبشر اغا او د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست آمرینو هم حضور درلود.
د دغې غونډې په پيل کې د تعلیمي او تحصیلي چارو عمومي رئيس مولوي مبشر اغا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه لازمې څرګندونې وکړې.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د کارنونو او صنایعو خونې له حضور څخه مننه وکړه.
ښاغلي نیکمل دغه راز د کار بازار د اړتیا وړ څانګو د پراختیا او نورو مسایلو په برخه کې له دغې ادارې سره د کانونو او صنایعو خونې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز د هېواد د کانونو او صنایعو خونې رئیس شیرباز کمین زاد هم ژمنه وکړه چې د کار بازار د اړتیا وړ څانګو د رامنځته کولو او پراختیا او د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د فارغانو لپاره به د عملي کار زمینه برابره کړي.
د هېواد د کانونو او صنایعو خونې رئيس همدارنګه زياته کړه چې دغه خونه چمتو ده چې له دغې ادارې سره د وړتيا د لوړولو او د کار د ماهر ځواک روزنې په برخه کې همکاري وکړي.