د لوګر د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د ټولګټو چارو له ریاست سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ
د دغه هوکړه لیک د لاسلیکولو موخه په لوګر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو لپاره د عملي زده کړو د برابرولو په برخه کې همکاري ده.
د لوګر ولايت د ټولګټو چارو رئيس قاري صاحب نورالله محمود د تخنيکي او مسلکي زده کړو له آمریت سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.