د لوګر میخانیکي عالي لیسې عملي کارونه؛ د برښنا سویچ یې په تخته کې نصب کړ
![لوګر میخانیکی لیسه](/sites/default/files/2023-05/lwkr_mykhanyky_lysh.jpg)
د لوګر میخانیکي عالي لیسې زده کوونکو د خپل عملي کار په ترڅ کې وکولای شول چې په کاري بورډونو کې د دوه ګروپي سویچ د نصبولو حقیقي نقشه په سمه توګه رسم کړي.
د دغه برښنایې دورې ویرنګ د دوه جلا ځایونو څخه د یو ګروپ کنټرولول دی.
په برښنایې مدار کې د دوه تبدیلې سویچونو په نصبولو سره، برښنایی مصرف کوونکی له دوه بېلابېلو ځایونو څخه کنټرول کیدی شي.