د ننګرهار د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ د زده کړیالانو لپاره عملی زده کړي
د ننګرهار د کرنې او وترنرۍ مسلکي انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې زده کړیالان له پرکتیک دورې څخه فارغ شول.
دغه زده کریالان چې شمېر يې ٢٦ تنه دى په ننګرهار کې د لبنياتو په يوه فابريکه کې د لبنياتو د توليد په برخه کې په عملي بڼه روزل شوي دي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې په ښوونیزو مرکزونو کې تر ٦٠ سلنې زياتې زده کړې عملي دي.