د دایکندی د خدیر ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ

د دایکندی ولایت د خدیر ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ په ۱۳۹۲ هجرې لمريز کال کې د کرنې مسلکي لېسې په نوم تأسیس شو، بیا په ۱۴۰۰ هجری لمریز کال کې یې انسټیټوټ ته ارتقاء ورکړل شوه، چې عمومي کرنې او وترنرۍ  په څانګو کې له لسم (۱۰)څخه تر څوارلسم (۱۴) ټولکي (لېسې او انسټیټوټ دوره) کې زده کوونکي او زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي بڼه روزي.

لومړنې معلومات: دغه انسټيټوټ ځان ته ودانۍ لري (۱۰) درسي ټولګي، سولري برښنا او اوبه هم لري.

جوړښت اړوند معلومات: د خدیر ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ په ټوله کې (۷) تنه کارکوونکي لري. چې (۳) تنه استادان، (۲) تنه ادارې کارکوونکي او (۲) تنه خدماتي کارکوونکي دي.

جنسیت له مخې استادانو تفکیک: د خدیر ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ کې (۳) تنه استادان د تدریس چارې مخ ته وړي، چې ټول استادان یې نارینه دي.

تحصیلي څانګې: یاد انسټيټوټ (۲) څانګې (عمومي کرنه او وترنري) لري. چې (۹۰) تنه زده کوونکي او زده کړیالان په دغه څانګو کې په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.

بدل اعاشه: د خدیر ولسوالۍ د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ کې (۹۰) زده کوونکي او زده کړیالان په زده کړو بوخت دي. چې له دې جملې څخه (۲۰) تن د بدل اعاشې په نوملړ کې شامل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو خپلواکه اداره ژمنه دی چې د خپلو مسلکي زده کړو له لارې د هېواد تنکیو ځوانانو ته په بازار کې د کار زمینه برابره کړي.

دغه اداره د انسانې ځواک پراختیا او د هېواد اقتصادې ودې په برخه کې هم کار کوي.