د جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ وضعیت وڅیړل شو
د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر مولوي حکمت الله حکمت د دغه ولایت د جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي حکمت د د جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ اداري او تدریسي چارې وارزولې او د دغه انسټیټوټ د ستونزو او اړتیاوو په اړه یې هم خبرې وکړې.
د میدان وردګو د تخنیکي او مسلکي زده کړ آمر د جلریز کثیرالرشتوي انسټیټوټ له آمر او استادانو سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې له شته امکاناتو څخه اعظمي ګټه پورته شي.