د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين لړۍ دوام لري

د نيالګيو ايښودلو د کمپاين په ترڅ کې په هلمند ولايت کې د ميخانيکي انسټیټونو او مسلکي لېسو په تاسيساتو کې لسګونه زينتي نيالګي کېښودل شول.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په تعليمي مرکزونو کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين روان دى.
ټاکل شوې په روان پسرلي کې په مرکز او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي مرکزونو په تاسیساتو کې سلګونه میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي کېښودل شي.