د پروان او کاپیسا تخنیکي آمریتونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د پروان او کاپیسا ولایتونو د تخنیکي آمریتونو کارکوونکو د ظرفیت لوړونې برنامه ترسره شوه. په دغه ورکشاپ کې کارکوونکو ته (پلان جوړونه، راپور ورکول او احصائیوي فورمو ډکول) تدریس شول.
د پروان او کاپیسا ولایتونو ۵۱ کارکوونکو له دغه روزنیز برنامې څخه ګټه پورته کړې ده.
تر اوسه دغه برنامه په هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، خوست، پکتیا، کاپیسا او پروان ولایتونو کې ترسره شوی دی.