د میدان وردګو ولایت کې د نویو ګمارل شویو کارکوونکو روزنیز کورس پای ته ورسی

د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ د ۴۰ تنو کارکوونکو لپاره دوه میاشتنۍ روزنیزه برنامه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له لوري په لاره اچول شوی وو پای ته ورسیده.
په دغه برنامه کې کارکوونکو ته د انګليسي ژبې، کمپيوټر او اداري مهارتونه تدریس شوي دي.
د نویو ګمارل شویو کارکوونکو د فراغت په مراسمو کې د مقام دفتر رئیس، د امنیې قومندانۍ مرستیال او د میدان وردګو یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم حضور درلود. دوی د دغه برنامې له تنظیموونکو څخه د مننې په ترڅ کې د عصري علومو زده کړه د هېواد د پرمختګ لپاره مهمه وبلله.
تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نږدې ۳ زره کسان له دغه برنامې څخه فارغ شوي دي.