د تخنيکي او مسلکي چارو مرستیال د یونسکو له استازو سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) او د (ATR) شرکت له استازو سره وکتل او خبرې او اترې يې وکړي.
په دغه ناسته کې د مسلکي ښوونځیو او انسټیټونو د سروې په موخه د یونسکو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د همغږۍ په اړه خبرې وشوې.

مولوي احساس د یونسکو د همکارۍ ستاینه وکړه.