د فراه د جوین ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لېسې ادارې او تدریسې چارې وڅېړل شوی
فراه ولایت ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لېږل شوي پلاوي د یاد ولایت د جوین ولسوالۍ د کثیرالرشتوي له لېسې څخه لیدنه وکړه.
یاد پلاوي د جوین ولسوالۍ د کثیرالرشتوي لیسې ادارې او تدریسي چارو وڅېړلی او د ښوونکو او زده کوونکو ستونزې یې هم واورېدې.
د فراه د جوين ولسوالۍ د کثيرالرشتوي لېسې د ودانۍ نشتوالى، د وسايلو او کتابونو نشتوالى له عمده ستونزو څخه ياد شوى دى.