د خوست ولایت له میخانیکي انسټیټوټ څخه 160 تنه زده کړیالان فارغ شول

د خوست میخانیکي انسټیټوټ د 160 تنو فارغانو فراغت د شاندارو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شو.
نوموړو فارغانو د برښنا، ودانۍ او کمپيوټر له څانګو څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
د دوی د فراغت په مراسمو کې ځايي چارواکو او دیني عالمانو ګډون کړی و.