د افغان ټکنالوژۍ انسټیټوټ لابراتوار ګټې اخیستنې ته و سپارل شو

د افغان ټکنالوژۍ انستیتوت لابراتوار د انجینر محمد شریف کریمي په همکارۍ مجهز او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ښاغلي کریمي د یاد لابراتوار د فعالولو ټول مصارف په خپل شخصي لګښت ترسره کړي دی .
د افغان تکنالوژۍ د انسټیټوټ آمریت د ښاغلي کریمي له همکارۍ مننه وکړه.
په دې وروستیو کې د کابل د اتومیخانیکی انسټیټوټ د موټرونو د ترمیم درې ورکشاپونه چې له 15 کلونو راهیسې غیر فعال وو، د بیا ځل لپاره تجهیز او ګټې اخیستې ته سپارل شوي دی.