د چهاراسیاب کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کړیالانو لخوا د ترشي جوړول
د کابل د چهار اسياب کثیرالرشتوي انسټیټوټ زده کړیالانو د عملي زده کړو په ترڅ کې د سبزيجاتو ترشی جوړه کړه.
د سبزیجاتو او د خوراکي توکو پروسس او بسته بندي د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو یو له مسلکي برخو څخه دی.
په دغو مرکزونو کې تر ۶۰ سلنې زیاتې زده کړې په عملي بڼه ترسره کیږي.
د مسلکي او کارپوه کاري ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له اصلي موخو څخه دی.