د ASDP پروژې د طلباتو خبرتیا

media_admin
tveta

د ا.ا.ا کابینې د ۱۴۴۴ کال، د ۱۸ شمېرې پریکړې پربنیاد د طلباتو د تثبیت او تضمین کمېټې خپل کار پیل کړی دی.

مګر دغه  پروژه اسنادو او د ASDP  کارکوونکو ته د لاسرسي نه لرلو له امله نه دي توانېدلي چې دغه پروژه تثبیت کړي.

په داسې حال کې چې د ASDP پروژې د قراردادي شرکتونو یو جدول یادې کمېټې ته په لاس ورغلی، په پام کې لري چې د هغه پربنسټ د پروژې د طلباتو د تثبیت بهیر پيل کړي.

له همدې امله د ASDP  پروژې قراردادي شرکتونو ته خبر ورکول کیږي، که چېرې یاد شرکتونه کوم طلب ولري، د تثبیت لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او حسابي ریاست ته تشریف راوړئ.