په لوګر ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام دوام
په لوګر ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام د دغه ولایت د یو شمیر نظامي مسؤلینو په حضور کې ترسره شو.
د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي وايي، چې د دغه پروګرام د فراغت دورې په پای کې به فارغانو ته سندونه هم ورکړل شي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا د چمتو شوې طرحې پر بنسټ چې د ریاست الوزرا د مقام له لوري منظور شوې، مجاهدين کولاى شي د زده کړې لپاره د تعليمي سویې د تثبیت وروسته د هېواد په هر ګوټ کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.
دا پروګرام په داسې حال کې په لوګر ولایت کې په لاره اچول شوی چې مخکې هم د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکو د مجاهدینو لپاره د ګڼو ښوونیزو پروګرامونو د جوړولو اعلان کړی دی.