د میدان وردګو چک ولسوالۍکثیر الرشتوي انسټیټوټ د برښنا انجینرۍ زده کړیالان په یو علمي سفر ولېږل شول
د میدان وردګو چک ولسوالۍ کثیر الرشتوي انسټیټوټ د برښنا انجینرۍ زده کړیالان د عملي زده کړو په موخه د دغه ولایت د سیداباد ولسوالۍ بریښنا سټیشن ته واستول شول.
دوی د دغه علمي سفر په ترڅ کې د سيداباد برېښنا له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او ځينې تجربې يې ترې زده کړې.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ۶۰ سلنه روزنه عملي ده.
تر څو د دغو مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو موخو څخه دی.
