له مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې لومړیتوبونه شریک شول
له تمویلکوونکو او همکارو مؤسسو سره د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو شریکولو غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست، د یادې ادارې اړتیاوې، لومړیتوبونه او اساسي پروګرامونه د سازمانونو، مؤسسو او تمویلکوونکو استازو سره شریک کړل.
په همدې حال کې، د بهرنیو اړیکو رئیس محترم احمد نبي نایل د ګډونوالو بنسټونو استازو هغه پوښتنو ته چې د ادارې د پروګرامونو او اړتیاوو په اړه یې مطرح کړل، ځوابونه وړاندې کړل.
همدارنګه، د ریاستالوزرا محترم معاونیت په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې سازمانونه او تمویلکوونکي باید خپلې پروژې او پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې اړتیاوو او لومړیتوبونو ته په پام سره طرحه او پلي کړي.
دغه ناسته له تمویلکوونکو سره د همغږۍ پیاوړتیا او هغوی د دې ادارې د اساسي اړتیاوو او لومړیتوبونو په برخه کې ملاتړ ته د چمتو کولو په موخه ترسره شوه.
