د خدماتي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټورېزم او هوټلدارۍ انسټیټوټ له لوري، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ ریاست په مرسته، د خدماتي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو.
د دې پروګرام په ترڅ کې خدماتي کارکوونکو د اړیکو مهارتونو، د حفظ الصحې اصولو او د مېلمه پالنې د مسلکي لارو چارو په برخو کې اړینې زدهکړې ترلاسه کړې.
مسؤلینو د دې پروګرام موخه د خدماتو د کیفیت لوړول، د مسلکي چلند ښهوالی او د ګډونوالو د کاري ظرفیتونو پیاوړتیا وبلله.
ویل کېږي چې د دې ډول روزنیزو پروګرامونو ترسره کول کولی شي په ادارو او خدماتي مرکزونو کې د خدماتو د وړاندې کولو کیفیت لوړ او د مسلکي مېلمه پالنې فرهنګ ته وده ورکړي.
اوس مهال په هېواد کې د سراسري امنیت له امله، ټورېزم او هوټلداري د افغانستان له مهمو اقتصادي سکتورونو څخه شمېرل کېږي.
