د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په اداره کې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي سیمینار پرانیستل شو
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې کارکوونکو چارو ریاست د «زونونو رئیسانو او ولایتي آمرینو د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی سیمینار د دې ادارې په مرکز کې پرانیست.
دغه سیمینار د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت، د مالي او اداري چارو مرستیال مفتی فضلالرحمن فاضل، د مرکزي ادارې رئیسانو او د زونونو یو شمېر رئیسانو او ولایتي آمرینو په حظور کې ترسره شو.
مولوي شهامت د اسلامي نظام په چوکاټ کې د خدمتګذارۍ پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې ټول مسؤلین باید ځانونه د خلکو خدمت ته وقف کړي او تل د ټولنې په لاسرسي کې وي. هغه همدارنګه د بیتالمال په پاکه او سمه توګه د ساتنې او مصرف پر اهمیت ټینګار وکړ او له مسؤلینو یې وغوښتل چې په خپلو کارونو کې له دقت او ژمنتیا کار واخلي.
نوموړي په کار کې د مشخصو موخو ټاکل، د بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب تنظیم، او د وړتیا او تخصص پر بنسټ د افرادو ګمارنه د ادارې د فعالیتونو د ښهوالي مهم عناصر وبلل. هغه زیاته کړه چې مسؤلین باید د خپلو اړوندو برخو له ټولو جزیاتو څخه بشپړ معلومات ولري او د زدهکړو کیفیت لوړولو لپاره د نوښتونو او نصاب نوي کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
همدارنګه د مالي او اداري چارو مرستیال مفتی فضلالرحمن فاضل د دې ډول سیمینارونو څخه پر اغېزمن او ګټور استعمال ټینګار وکړ او دا یې د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او څانګو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره ښه فرصت وباله.
په همدې حال کې د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نثار احمد الیاس وویل چې د دې ډول سیمینارونو ترسره کول د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړولو او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.
د یادونې وړ ده چې دا سیمینار به پنځه ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې ګډونوالو ته د صلاحیتونو، مسؤلیتونو، اداري مدیریت او د زدهکړو بهیر د ښهوالي اړوند موضوعات وړاندې شي.
