د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول
د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زدهکوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ.
د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زدهکوونکو ته د اچار جوړولو له طریقې سره بلدتیا ده.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو ډېره برخه عملي ده، له همدې امله فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي او د دندې پیدا کولو وړتیا ترلاسه کوي.
