د لغمان تخنیکي لېسې زدهکوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه
د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زدهکوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زدهکړه ترلاسه کړه.
د اړوندې څانګې استاد زدهکوونکو ته د پکې داخلي پرزو او وسایلو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د کار کولو طریقه یې تشریح کړه.
د دې تعلیمي مرکز زدهکوونکي د عملي زدهکړو اهمیت ته په اشارې سره وایي چې اوس یې د کار په بازار کې د کار پیدا کولو او فعالیت کولو وړتیا ترلاسه کړې ده.
