د ونو د لوړوالي او حجم د ټاکلو عملي زدهکړه
د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زدهکوونکو د عملي زدهکړو په چوکاټ کې د ونو د لوړوالي او حجم ټاکلو طریقې په عملي ډول زده کړې.
د اړوندې څانګې استاد د ځنګلونو او طبیعي سرچینو په مدیریت کې د ونو د لوړوالي او حجم ټاکلو پر اهمیت خبرې وکړې او د اندازهګیرۍ عملي طریقې یې زدهکوونکو ته تشریح کړې.
همدارنګه په دغه جلسه کې د زدهکوونکو پوښتنو ته لازم ځوابونه ورکړل شول او دوی د عملي زدهکړو د لا پیاوړتیا او پراختیا غوښتنه وکړه.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو ډېره برخه عملي بڼه لري، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان له اړینو مهارتونو او لا زیات چمتووالي سره په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.
