د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه غونډه د یادې ادارې د ټولو کارکوونکو په ګډون سره ترسره شوه.
په دې اصلاحي غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس محترم مفتی نور الله اعزام د اسلامي نظام ځانګړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
مفتی نور الله په خپلو خبرو کې وویل چې د شرعي احکامو پیاوړتیا او د اسلامي ارزښتونو ترویج د اسلامي نظام له مهمو ځانګړتیاوو څخه دي.
محترم مفتی اعزام زیاته کړه چې اسلامي نظام د الهي وحې (قرآن او د پیغمبر ﷺ سنت) پر اساس جوړ شوی او د لوی خدا جل جلاله د لارښوونو نتیجه ده.
نوموړي همدارنګه د اسلام مبارک دین د شمولیت ځانګړتیا ته په اشارې سره وویل چې دغه دین د انسان د دنیاوي او اخروي چارو ټول اړخونه پوښلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټوټ رئیس دغه راز په هیواد کې د اسلامي ارزښتونو پر ساتنې ټینګار وکړ.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست هره شنبه ددې ادارې د ټولو کارکوونکو په ګډون اصلاحي غونډه ترسره کوي چې په یادې ناسته کې د اخلاقي، ديني، او عقیدوي موضوعاتو په اړه بحث کیږي.
