د تخارولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو محصلینو ته د کارموندنې سیمینار ترسره شو
په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې دیاد ولایت د تخنیکي زده کړو مرکزونو هغو محصلینو ته چې د فراغت په درشل کې دي د "کارموندنې او شغلي مشورهدهۍ " تر عنوان لاندې سیمینار تسره کړی.
د نوموړو په وینا، دا سیمینار د کارموندنې مهارت لوړولو، د کار بازار له اړتیاوو سره د محصلینو بلدتیا او د کار بازار ته د هغوی د ننوتلو په موخه ترسره شو.
پدې روزنیز سیمینار کې، لارښود استاد د کارموندنې له مهارتونو سره د بلدتیا په ګډون د بیلابیلو موضوعاتو په اړه خپل توضیحات د پریزنټیشن په قالب کې وړاندې کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ تل هڅه کوي چې محصلینو ته د معیاري مسلکي زده کړو په وړاندې کولو سره نوموړو ته د کار بازار د ننوتلو زمینه برابره کړي.