د کاپیسا «حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ محصلینو په یاد ولایت کې د یوه حیواني کلینیک څخه لیدنه وکړه
د کاپیسا ولایت اړوند د «حصه اول کوهستان» کرنط او وترنرۍ انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو په یاد ولایت کې یو حیواني کلینیک ته په علمي سفر کې د څاریو د ویني تست کولو په اړه روزنه ترلاسه کړه.
لارښود استاد د دې علمي سفر په ترڅ کې، محصلینو ته د حیواني ناروغیو پیژندلو او د څارویو د وینې معاینه کولو د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل او د نوموړو پوښتنو ته یې هم ځوابونه ورکړل.
د عملي روزنو زده کړه محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی مطالب په ژوره توګه او علمي مفاهیم په ډیر کاربردي او عملي ډول درک کړي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ پیاوړې کړي.
