د غزني ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ له لوري زده کونکو ته د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو

د غزني ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټوټ لخوا د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همکارۍ، د (کانګو ناروغي) تر عنوان لاندې د عامه پوهاوي سیمینار ترسره شو.
پدې ښوونیز پروګرام کې، د غزني ولایت اړوند د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د استادانو لخوا زده کونکو او ځوانانو ته د (کانګو ناروغي، د کانګو د خپریدلو لاملونه، خطر او د دې ناروغۍ د مخنیوي د څرنګوالی) په اړه مفصل معلومات وړاندې شول.
د غزني د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا، د دې سیمینار د ترسره کیدو موخه د ټولنې بیلابیلو اقشارو ته د څارویو ناروغیو د په اړه معلومات وړاندې کول او د وژونکو ناروغیو د اخته کیدو څخه مخنیوی دی.
د یادونې وړ ده چې د کانګو ناروغي یوه خطرناکه او ساري ویروسي ناروغي ده چې د کنکو لخوا انتقال کیږي. دا ویروس معمولا د کنکو د چیچلو یا د اخته څارویو د وینې او ترشحاتو سره د تماس له لارې انسانانو ته انتقال کوي، په ځانګړي توګه د ذبح کولو پرمهال.